د پاکستان د احصایې ادارې شمېرې ښیې، چې په دغه هېواد کې د انفلاسیون کچه د اګست په میاشت کې له ۲۷،۴ سلنې څخه په سپتمبر کې ۳۱،۴ سلنې ته لوړه شوې ده.
د پاکستان د مالیې وزارت وايي، په راتلونکې میاشت کې به د انفلاسیون کچه له ۲۹ تر ۳۱ سلنې پورې لوړه پاتې شي.
د دغو معلوماتو له مخې، انفلاسیون په سپټمبر کې دوه سلنه لوړ شوی په داسې حال کې چې په اګست کې دغه زیاتوالی ۱،۷سلنه و.
د پیسو نړۍوال صندوق لهخوا اړین اصلاحات، د وارداتو د محدودیتونو نرمول او د سبسایډۍ د لرې کولو غوښتنې په ګډون، د انفلاسیون زیاتوالی د مۍ په میاشت کې ۳۸،۰ سلنې ته رسېدلی.
په ورته وخت کې د سود کچه هم د اګست په میاشت کې خپلې لوړې کچې ۲۲ سلنه او پاکستانۍ روپۍ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې وه.
د جمعې په ورځ د پاکستان د مالیې وزارت په خپل میاشتني راپور کې اعلان وکړ، چې د انرژۍ په بیو کې د زیاتېدونکي تعدیل او د تېلو په بیو کې د پام وړ زیاتوالي له امله شونې ده، چې د پیسو پړسوب راتلونکې میاشت شاوخوا ۲۹ـ۳۱ سلنه پاتې شي.