وروسته له هغه چې په ماشومانو کې د دغې ناروغۍ کچه لوړه شوه، د پنجاب ايالتي حکومت په ټوله صوبه کې د څلورو ورځو لپاره د ښوونځيو تړلو پرېکړه کړې ده.
د پنجاب حکومت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ماشومانو کې د سترګو ناروغۍ د خورېدو له امله به په ټوله صوبه کې دولتي او شخصي ښوونځي د سپټمبر له ۲۸ مې د اکتوبرتر تر دویمې نېټې رخصت وي.
حکومت د هرې ولسوالۍ ښوونیزو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې دغه امر باید عملي کړي.
ورته مهال په پلازمېنې اسلام اباد کې دولتي ښوونځي د زدهکونکو لپاره پرانیستي دي.
دا رنګه ځايي حکومت سپارښتنه کړې، چې د ښوونځیو له پرانېستو وروسته دې هم احتياطي تدابير په پام کې ونيول شي، چې د سترګو د دغې ناروغۍ د لا خپرېدا مخه ونیوله شي.
د راپورونو له مخې، د پينډۍ په ښوونځیو کې د ۲۰ تر ۲۵ پورې زدهکوونکي په دغې ناروغۍ اخته شوي.
په پنجاب کې چارواکي وایي، له رخصتۍ وروسته به دې ته چمتو شي چې په دغې ناروغۍ اخته ماشومان د ښوونځيو په دروازه کې د ښوونکو له لوري معاینه کېږي او تر پېژندو وروسته به بېرته کورته لېږل کېږي.
له بلې خوا په اسلام اباد کې دولتي ښوونځي پرانیستي دي او ویل کېږي، چې دغې ناروغۍ لا د وبا بڼه نه ده خپله کړې؛ خو ځينو خصوصي ښوونځیو په خپله ماشومانو ته د رخصت ورکولو پرېکړه کړې ده.
ځینې روغتیاپالان بیا وایی، چې ماشومان بې پروا وي ځکه دغه ناروغي په دوی کې ژر خپرېږي.
دوی زیاتوي، چې دغه مېکروب کېدای شي دومره ګواښوونکی نه وي؛ خو که د سترګې په پردې اغېز وکړي نو ډېر ګواښوونکی ثابتېدای شي او بيا په رغېدو کې له شپږو مياشتو تر یوه کاله پورې وخت نیسي.
له کرونا وبا وروسته دا دويم ځل دی ،چې د يوې ناروغۍ له کبله په پاکستان کې ښوونځي رخصتېږي.
دغه ناروغي د يو بل سره لاس ورکولو، له سترګو نه د بهېدونکو اوبو لمسولو، د ناروغ د بالښت کارولو سره له یو نه بل کس ته انتقالېږي.
د دغې ناروغۍ نښې نښانې د سترګو خارښت او له سترګو د اوبو بهېدل دي، چې درمل نه لري.