د پاکستان د ټاکنو کمېسون د ټاکنیزو حلقو لومړنی نوملړ خپور کړ

AP ۱۴۰۲ تله ۵

د پاکستان د ټاکنو کمېسون د چارشنبې په ورځ د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د حلقو یا حوزو لومړنی فهرست خپور کړ.

دا اداره وايي، دا نوملړ له د اکتوبر تر ۲۶ پر خپله وېبپاڼه ساتي او له مخې یې د اړوند حلقو د رایه ور کوونکو نیوکې په پام کې نیسي.

د ټاکنو کمېسون د اعلامیې له مخې، د اکتوبر له ۲۸ د نومبر تر ۲۶ د معترضانو پر نیوکو او غوښتنو غور او پرېکړه کېږي.

دوی وايي، د مختلفو ګوندونو تر نظرونو او نیوکو اورېدو وروسته به د ټاکنیزو حوزو نهايي نوملړ د نومبر پر ۳۰ خپور شي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېسون تېره شنبه وویل، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په وروستیو کې به په دغه هېواد کې ټولټاکنې وشي.

نور خبرونه

رادیو