له سمندر پورې پاکستانیانو اړوند چارو مسوول وایي، په بهر کې نیول کېدونکي ۹۰ سلنه سوالګر پاکستانیان دي.
ذیشان خانزاده نن دا خبره د پاکستان مشرانو جرګه کې بهر ته د تللیو پاکستانیانو اړوند غونډه کې وکړه.
د نوموړي په خبره، په مکه معظمه کې هم چې څومره جیب کټي( جیب وهونکي یا کیسه بور) نیول کېږي ډېری یې پاکستانیان وي.
ښاغلي خانزاده په خبره، ډېری پاکستاني سوالګر د عمرې په ویزې سعودي ته ځي.
هغه زیاته کړه چې عراقي او سعودي چارواکي همدا ورته وايي، چې جېلونه یې له پاکستانیانو ډک دي.
د هغه په خبره، له نورو هېوادونو مسلکي خلک بهر ته ځي، خو له پاکستان تر بل هر چا سوالګر ډېر بهر ته ځي.
په دې ناسته کې سناتور رانا محمودالحسن دې خبرې ته په اشاره وویل، چې د جاپان درې لکه ۴۰ زره مسلکي کسانو ته اړتیا وه، هند یو نیم لک، نېپال ۹۱ زره، بنګلدېش او سریلانکا هم خپل ماهر کسان ور ولېږل، خو پاکستان ایلا دوه سوه ماهر کسان توکیو ته برابر کړل.
د هغه په خبره، اوس سعودي هم ماهر کسان غواړي او ساده کارګرو ته اړتیا نه لري.