د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پرواګرام په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اوږدې جګړې، کمزوري اقتصادي وضعیت او اقلیمي بدلونونو له امله د افغانونو ژوند اغېزمن شوی او په دغه هېواد کې هره شپه نېږدې ۱۵ میلیونه وګړي وږي ویده کیږي.
دغه نړۍوال سازمان نن یکشنبه (د وږي ۲۶مه) پر خپلې اېکس پاڼې (ټویټر) لیکلي، چې د بودیجې د کمښت له امله دوی اړ شوي چې له میلیونونو اړمنو افغانانو سره خپلې مرستې بندې کړي.
د خوړو دغه نړۍوال پروګرام زیاتوي، چې د افغانستان د راتلونکي سخت او بحراني ژمي څخه د میلیونونو افغانانو د ژغورلو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
دوی وايي، چې ورسره د کمو بشري مرستو له امله یې اړمنو افغانانو سره د مرستو بهیر هم محدود کړی دی او دوی هره میاشت یوازې درې میلیونو کسانو سره مرستې کوي.
دوی پر نړۍوالو بشري مرستندویه ادارو هم غږ کړی، چې له دوی سره مرستې وکړي تر څو له راتلونکي بحراني ژمي څخه افغانان وساتي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه ماشومان ساتنې او بشري مرستو ته اړتیا لري.
دوی زیاتوي، چې د بې وزلۍ او وزګارۍ زیاتوالی په افغانستان کې د کاریګرو ماشومانو د زیاتیدو لامل شوی دی.
د یونیسف د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو څخه یو یې کار ته اړ دی.
د دغه سازمان په وینا: «د دغو ماشومانو ۲۲ سلنه په خطرناکو او وژونکو کارونو بوخت دي».
په کابل کې د دغه سازمان دفتر همداراز وايي، چې په دغه هېواد کې د ماشومانو د کار حالت مخ په خرابېدو دی.