توبایس الووډ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د برېتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې د مشر په توګه له خپلې دندې استعفاء کوي.
هغه وروسته له هغه استعفاء وکړه چې د سرطان په میاشت کې د یوې ویډیو په خپرولو سره له طالبانو سره د برېتانیا د اړیکو د نورمال کولو په اړه له سختو نیوکو سره مخ او حتا له دندې څخه د ګوښه کېدو له ګواښ سره مخ شو.
د برېتانیا د محافظه کار ګوند دغه جګپوړي غړي د سرطان په ۲۶مه افغانستان ته د خپل سفر یوه ویډیو خپره کړه، چې په هغه کې یې په افغانستان کې د "پراخه امنیت د برابرولو، د فساد د کمولو او د تریاکو د تجارت د ختمولو" په خاطر د طالبانو ستاینه کړې وه.
نوموړي په کابل کې د برېتانیې د سفارت د بیا پرانستلو او له طالبانو سره د همکارۍ غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې د افغان ښځو حقونه له لېرې په چیغو وهلو نه خوندي کېږي.
ښاغلي الووډ په خپل استعفاء لیک کې لیکلي، چې له طالبانو سره د خبرو په اړه د ده ملاتړ غلط بیان شوی او د پارلمان پر دفاعي کمېټې یې منفي اغېز کړی دی.
نوموړي تر دې مخکې د عامه افکارو تر فشار وروسته د خپلو څرګندونو له امله بښنه غوښتې وه.
د دفاعي کمېټې څلورو غړو د نوموړي د لرې کولو وړاندیز کړی و او ټاکل شوې وه، چې نن رایه اچونه وشي.
یوې سرچینې سکای نیوز ته وویل، چې هغه د کمېټې د باور رایې د مخه استعفاء ورکړه.
ښاغلي الووډ ویلي دي چې هغه د "کمېټي د اکثریت غړو ملاتړ" سره - سره استعفاء کوي.
د طالبانو په اړه د هغه څرګندونو د ولسي جرګې د محافظه کارو استازو سختې نیوکې هم راپارولې وې او امکان یې دا و، چې دوی به هم د هغه د لرې کولو له پلان سره موافقه وکړي.
هغه مهال طالبانو د ښاغلي الووډ د څرګندونو هرکلی وکړ. خو دې کار د برېتانیې د پارلمان د دفاعي کمېټې غړی کوين جونز دې ته اړ کړ، چې ووايي:” د ښاغلي الووډ ویډیو "د طالبانو لپاره ساده او پراخه پروپاګند" دی. د هغه څرګندونې زما او شاید د دې کمیټې د نورو غړو نظر نه منعکسوي.”