د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا مشر محمدرضا بهرامي وایي، چې د افغانستان امنيت د سيمې له امنيت سره تړلی دی. هغه وایي، د داعش خراسان او نورو ترهګرو ډلو پرلهپسې فعاليتونه د سیمې د هېوادونو لپاره ګډ ګواښ دی.
هغه وایي:« د افغانستان امنيت د سيمې له امنيت سره تړلی دی. باید د داعش خراسان ډلې ټول هغه فعالیتونه ودرول شي، چې د سیمې له جغرافیې څخه استفاده کوي.»
نوموړي دارنګه د مسکو فارمټ په غونډه کې د سيمهييزو اړيکو د پياوړتيا پر اړتیا ټينګار کړی دی.
هغه زیاته کړې:« موږ د سيمهييزو اړيکو د پياوړتيا، د پېچلتیاوو لرې کولو او د دوه اړخيزو همکاریو او په ځانګړې توګه په اقتصادي او امنيتي برخو کې همکارۍ ته ډېر ارزښت ورکوو.»
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي هم د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د پاکستان ضد وسلهوال اوسېږي او باید د هغوی د فعالیتونو مخه ونیول شي.
هغه ویلي، چې باید په سیمه کې د ترهګرۍ پرضد ګډه مبارزه وشي او په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ترهګرو ډلو د فعالیت مخه ونیول شي.