طالبانو د هبت الله اخوندزاده په فرمان په هرات کې د ښځو په ګډون ۱۶۰بندیان خوشې کړل

۳ ساعتونه مخکې

طالبانو ویلي، چې د دې ډلې د مشر د فرمان پر بنسټ یې د هرات له مرکزي زندان څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶۰ بندیان خوشې کړي او د یو شمېر زندانیانو د بند موده یې کمه کړې ده.

په هرات کې د طالبانو د مرکزي زندان رییس ملا شراف الدین مخلص نن د چارشنبې په ورځ، د تلې ۱۶مه وویل، چې یاد زندانیان یې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت د هبت الله د ځانګړي فرمان له مخې خوشې کړې دي.

طالبانو د یادو زندانیانو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو وايي د بېلابېلو جرمونو په تور د هرات په مرکزي زندان کې بندیان وو.

په ورته وخت کې طالبانو ویلي، چې دمګړی د هرات په مرکزي زندان کې له درې زرو ډېر کسان بندیان دي.

نور خبرونه

رادیو