طالبان غواړي په برلین کې پر افغان سفارت خپل بیرغ ورپوي

۲ ساعتونه مخکې

د جرمني د اې ار ډي د رپوټ له مخې، د طالبانو حکومت پلان لري چې د برلین په ګرونوالډ سیمه کې د افغانستان د سفارت ودانۍ بیرغ بدل کړي. طالبان دغه راز غواړي د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت نوم د «افغانستان سفارت» باندې بدل کړی.

د جرمني اې ار ډي تلویزیون په خپل رپوټ کې ویلي، د طالبانوحکومت فکر کوي چې د برلین د ګرونوالډ په ټاونوس کوڅه کې د افغانستان د سفارت پر ودانۍ د اسلامي جمهوریت له درې رنګه بیرغ سره د طالبانو سپین بیرغ ودروي.

همدارنګه، پلان دا دی چې د سفارت نوم د « افغانستان اسلامي جمهوریت » پرځای د «افغانستان سفارت» باندې بدل شي.

تر اوسه په جرمني کې د دې بدلون په اړه هیڅ رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی افغان لوري ته څرګنده کړې چې تمه لري سفارت به د اسلامي جمهوریت نوم او نښې لا هم وکاروي. خو جرمني د دې بدلون په وړاندې قانوني اقدام نه شي کولای.

د هامبورګ پوهنتون د نړیوالو حقوقو متخصص مارکوس کوتزور اې ار ډي ته ویلي، هیڅ حقوقي بنسټ نشته چې یو خپلواک هیواد د هغوی د سمبولونو له کارولو را وګرځول شي.

طالبانو هم تراوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو