طالبان وايي د اریانا افغان له لارې بهرنیو هېوادونو ته د وچو او تازه میوو صادرات پیلوي

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو ریاست الوزرا وايي، بهرنیو هېوادونو ته د وچو او تازه میوو د صادراتو په اړه د غني برادر په مشرۍ ناسته شوې او اریانا- افغان هوايي شرکت ته سپارښتنه شوې، چې له ګټې پرته، د وچو او تازه میوو صادرات پیل کړي. یاد شرکت ته د دوو کارګو الوتکو د پېرلو دنده هم سپارل شوې.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اریانا افغان هوايي شرکت ته د وچو او تازه میوو د صاداراتو پیلولو سپارښتنه شوې او په دې برخه کې به شرکت خپله ګټه هم نه کوي.

دغه راز خبرپاڼه وايي، شرکت ته ویل شوي، چې د یادو میوو د صادراتو لپاره دې د چارټر الوتکو د پیدا کولو په تړاو له هوايي کارګو شرکتونو سره خبرې وکړي.

طالبانو ویلي، چې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د تازه او وچو میوو د صادراتو په برخه کې د ستونزو د دایمي حل په موخه یې د اریانا افغان هوايي شرکت مسوولینو ته د دوو کارګو الوتکو د پېرلو دنده سپارلې ده.

یاد معاونیت وايي، چې ددې الوتکو د پېرلو بودجه به د طالبانو د ادارې له بودجې تنظیم شي.

نور خبرونه

رادیو