واشنګټن پوسټ: د طالبانو له‌خوا د انټرنېټ بندول افغان ولس او نړۍوالو ته د اخطار بڼه لري

۳ ساعتونه مخکې

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو له‌خوا د تېر ځل انټرنېټ بندولو په اړه په یوې مقاله کې لیکلي، چې د انټرنېټ بندول افغان ولس او نړۍوالو ته یو اخطار و. په مقاله کې راغلي، د طالبانو موخه دا وه چې باید ښځه هغه ډول ژوند وکړي چې دوی یې غواړي؛ نه هغه ډول چې د ښځو حق دی.

لیکوال دغه مقاله د یوې ۱۴ کلنې افغانې نجلۍ په کیسه پيلوي، چې په انلاین بڼه یې زده‌کړې کولې. لیکوال لیکي:« څو ورځې مخکې مې په افغانستان کې له یوې افغانې نجلۍ سره خبرې کولې؛ خو هغه ناڅاپه غلې شوه، په حقیقت کې غلې نه شوه؛ بلکې انټرنېټ یې پرې شو.»

په مقاله کې راغلي، دا د یوې افغانې نجلۍ ستونزه نه وه؛ په ټول افغانستان کې تپه تیاره شوه. سوداګري، زده‌کړې او د کورنیو ترمنځ ټيلیفوني اړيکې پرې شوې او افغانستان له نړۍ څخه بېل شو.

لیکوال زیاتوي، دا کار طالبانو وکړ او ظاهري دلیل یې دا و چې ګواکې دوی په دې ډول له «فحشا او فساد» سره مبارزه کوي. د لیکوال په باور داسې ښکاري، چې د دغه کار لامل د معلوماتو کنټرول او له انلاین زده‌کړو څخه د زرګونه نجونو بې‌برخې کول وو.

لیکوال پوښتنه کوي، چې ایا دا کار د انټرنېټ په تخنيکي برخه کې د طالبانو نابلدي وه؟ که دا خبره رښتیا وي؛ نو دا ثابتوي چې هغوی په تخنيکي چارو نه پوهېږي او د حکومتولۍ په ډېرو کارونو نه پوهېږي.

لیکوال مخکې وايي، چې طالبان یوازې له نجونو سره د انلاین زده‌کړو په برخه کې توپيري چلند نه کوي؛ هغوی له پوهنتونونو څخه د ښځو له‌خوا ليکل شوي درسي کتابونه هم ټول کړل.

لیکوال لیکي، طالبان وايي ښځې تر شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته اړتیا نه‌لري؛ د ښځو کار هغه دی، چې دوی یې حدود ورته ټاکلي دي.

لیکوال په مقاله کې د هغې ۱۴ کلنې نجلۍ د خبرو یوه برخه راوړې، چې د خبرو پر مهال یې انټرنېټ پرې شو، دغه افغانه نجلۍ وايي:« په زړه کې مې ډېرې هیلې درلودې، په عدلي او قضايي ادارو کې مې کار کول ډېر خوښېدل؛ کله چې مې مطالعه وکړه پوه شومه چې ښځې نرم زړه لري، قاضي کېدای نه شي، بیا مې بلې خوا ته مخه کړه.»

لیکوال وړاندې لیکي:« افغانستان اوس د ښځو لپاره داسې ځای دی، چې د ښځو هیلې په تیارو کې پټې دي. داسې تیارې چې لږ مخکې یې څلور کاله پوره شول. په افغانستان کې یوه نجلۍ د خپلو ټپونو له امله نه؛ بلکې د خپل حق لپاره ژاړي.»

نور خبرونه

رادیو