ټام وېسټ: طالبانو د داعش – خراسان ډلې اته قوماندانان له منځه وړي دي

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۱

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د طالبانو جګړه جدي بللې او زیاته کړې یې ده، چې طالبانو د دغې ډلې اته قوماندانان له منځه وړي دي.

ټام وېسټ د سې شنبې په ورځ(د وږي ۲۱مه) په سټیمسن انسټیټیوټ کې وویل، چې طالبانو په افغانستان کې د داعش اته قومندانان وژلي او پر ملکي وګړو په ځانګړې توګه پر هزاره ګانو د داعش بریدونه کم شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې دی نه غواړي د داعش پر فعالیتونو د طالبانو د مبارزې په اغېزو کې "مبالغه" وکړي، خو پر ملکي وګړو د داعش بریدونه د پخوا په څېر نه دي.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو یوه ورځ وروسته، چې القاعده پکې لاس درلود؛ امریکايي استازي په دغه مرکز کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د هغې د اغېزو په اړه وینا وکړه.

د نوموړي په اند؛ تحریک طالبان پاکستان اوس په سیمه کې یو امنیتي ګواښ دی.

پاکستان پر افغان طالبانو تور پورې کړی، چې په افغانستان کې د مېشتو پاکستاني اورپکو د کنټرولولو توان نه لري.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته په دغه هېواد کې د تروريستي بريدونو ډېر والى د پاکستاني طالبانو د فعاليتونو او په افغانستان کې د هغوى د ازادو فعاليتونو له امله بلل شوى دى.

تر اوسه واشنګټن له طالبانو څخه د پاکستاني وسله والو د نفوذ او بریدونو د مخنیوي لپاره د اسلام اباد د غوښتنو په اړه دریځ نه دی روښانه کړی.

دغه راز په تېرو دوو کلونو کې واشنګټن له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره چې د سیمې د هېوادونو له پاره ګواښ بلل کېږي، د طالبانو پر اړیکو جدي انتقاد نه دی کړی.

نور خبرونه

رادیو