د برازیل ولسمشر لولا ډسیلوا وايي، که پوتین په ریو کې د جی ۲۰ په راتلونکې سرمشریزه کې ګډون وکړي، هغه به ونه نیول شي.
تېر کال د جرمونو نړیوالې محکمې د جنګي جرمونو په تور د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین د نیولو امر وکړ.
لولا ډسیلوا د شنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د جی شل غونډې په څنډه کې وویل چې ولادیمیر پوتین ته به د دې ډلې راتلونکې غونډې کې بلنه ورکړل شي.
لولا ډسیلوا زیاته کړه چې هغه هم په پام کې لري چې د بریکس په غونډه کې ګډون وکړي، چې په روسیه کې د جی شل تر غونډې مخکې جوړېږي.
هغه زیاته کړه: «زه باور لرم چې پوتین په اسانۍ سره برازیل ته تللی شي. زه تاسو ته ویلی شم چې که زه ولسمشر و اوسم او هغه برازیل ته راشي نو داسې هیڅ لاره نشته چې د روسیې ولسمشر ونیول شي.»
د جی شل هېوادونو د ډلې بله غونډه به د راتلونکي کال په جولای میاشت کې د برازیل په ریو ښار کې جوړه شي.
تېر کال د جرمونو نړیوالې محکمې د روسیې ولسمشر پوتین په بې قانوني او په زوره له اوکراین څخه روسیې ته د ماشومانو د لېږدولو په تور په جنګي جرمونو تورن او د هغه د د نیولو حکم یې صادر کړ.
هغه هیوادونه چې د روم اساسنامه یې لاسلیک کړې وي باید د نړیوالې جنایي محکمې حکم تعقیب کړي. خو په دغو هیوادونو کې امریکا، چین او هند شامل نه دي.
د جی شل هیوادونو ډلې غونډه پرون د وږي په ۱۸ مه په نوي ډیلي کې پیل شوه او نن به هم دوام وکړي.
د روسیې او چین ولسمشرانو په دې غونډه کې له ګډون څخه ډډه کړې ده.