ټرمپ وايي، هیله‌من دی چې د چین له ولسمشر سره د تعرفو په برخه کې جوړجاړي ته ورسېږي

۳ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سویلي کوریا ته د خپل سفر پرمهال ویلي، هیله‌من دی چې د چین له ولسمشر شي جېن پېنګ سره د تعرفو په برخه کې جوړجاړي ته ورسېږي او د سویلي کوریا له ولسمشر لي جې میونګ سره د تعرفو تړون ته وده ورکړي.

ټرمپ وايي، تمه لري چې د فنتانيل په نوم کیمیاوي نشه‌يي توکو د مخنیوي په بدل کې پر چین لګول شوې تعرفې ټيټې کړي او دغه ډول به ډېر ژر له سویلي کوریا سره هم هوکړه وکړي.

نور خبرونه

رادیو