د روسيې د پوځي بلاګرانو د راپورونو له مخې، روسي ځواکونه د اوکراین ختیځ ښار پوکروفیسک ته نږدې دي او د دوو اړخونو له محاصرې وروسته یې دا ښار نږدې ټول کلابند کړی دی. ویل کېږي د روسیې کوچنۍ، خو ډېرې چټکې قطعې ښار ته ننوتلې دي.
پوکروفیسک د اوکراین په ختیځ دونیڅک سیمه کې یو مهم سړک او رېل مرکز لري، چې د جګړې له پیل مخکې یې شاوخوا ۶۰ زره اوسېدونکي لرل. اوس ډېری خلک له ښار څخه وتلي او یوازې محدود شمېر ملکي وګړي پاتې دي.
دا ښار په هغه مهم سړک پروت دی چې د اوکراین پوځ ترې د لوژستیک او اکمالاتو لپاره کار اخلي.
د اوکراین یوازینی کُکینګکوول کان (coking coal) چې د دغه هېواد د فولادو پخوانۍ سترې فابریکې پرې متکي وې، د پوکروفیسک لویدیځ ته شاوخوا ۱۰ کیلومتره واټن کې موقعیت لري.
د اوکراین د فولادو شرکت (Metinvest) په جنورۍ کې اعلان وکړ چې د جګړې له امله یې په دې سیمه کې د کانکیندنې فعالیتونه درولي دي.
د پوکروفیسک کنټرول به روسیې ته دا ځواک ورکړي چې د اوکراین د ختیزې جبهې د اکمالاتي لیکو مخه ونیسي او د چاسیف یار د نیولو اوږدمهاله هڅې لا پیاوړې کړي. دغه ښار په لوړه سیمه پروت دی او د پراخې سیمې د کنټرول وړتیا لري.
که روسیه دا ښار ونیسي، نو دا به دا ځواک هم ورکړي چې د اوکراین د دنیپروپتروفسک ولایت پر لور د برید نوې لارې پرانیزي.

