په ویتنام کې د سختو سېلابونو له امله ۹ کسان مړه او ۵ نور تري تم دي. دغه سېلابونو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د ویتنام داننګ او هوايي ان ښارونو ته اړولې ده. د دغه سېلابونو له امله تر ۱۰۳زره ډېر کورونه تر اوبو لاندې شوي او ټرانسپورټي چارې هم ورسره ګډوډې شوې دي.
ځایي چارواکو خبرداری ورکړی، چې د نورو سېلابونو راوتو او د ځمکې ښویېدو ګواښ هم شته.

