د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امريکا په ملاتړ د غزې اوربند د ماتېدو له ګواښ سره نهدی مخ. ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په اسراییلي بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۶ ته لوړ شو. په ورته وخت کې اسراييل او حماس یو بل له اوربند څخه په سرغړونې تورنوي.
اسراییل هغه مهال پر غزې برید وکړ، چې حماس یې د اوربند په ماتولو تورن کړ. له بل پلوه اسراييل په غزه کې د ۲۶فلسطینیانو د وژلو راپور رد کړی.

