امیرخان متقي د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلی

۵۲ دقيقې مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي پرکین توکوموف سره کتلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د لاپياوړتيا او د سیمې د وروستي وضعیت په اړه بحث شوی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، چې امیرخان متقي په دې ناسته کې د ډيپلوماسۍ، تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره د طالبانو د ښو اړیکو پر دریځ ټینګار کړی دی.

هغه دغه راز ویلي، چې له قزاقستان سره په سیاسي او اقتصادي اړیکو کې پام وړ پر مختګ شوی.

قزاقستان او د منځنۍ اسیا یو شمېر نورو هېوادونو په دې وروستیو کې د طالبانو له ادارې سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان د ولسمشر د ځانګړي استازي له قوله ویلي، چې استانه له کابل سره په بېلابېلو برخو کي لازیاتي همکارۍ ته دوام ورکوي.

توکوموف ټینګار کړی، چې د سیمې ثبات د ټولو ګډ مسوولیت دی، چې د اعتماد، ښه امنیت او اقتصادي همکاریو له لارې ترلاسه کېدای شي.

نور خبرونه

رادیو