په کراچۍ بندر کې شاوخوا ۱۱ زره افغان ټرانزیټ کانټینرونه بند پاتې دي

۱ ساعت مخکې

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د لارو د تړل کېدو له امله شاوخوا ۱۱ زره افغان ټرانزیټي کانټینر د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.

پاکستاني سوداګرو ویلي، چې له افغانستان سره د لارو بندېدو د پاکستان د صادراتو ونډه پام وړ کمه کړې ده.

پاکستاني سوداګر وايي چې اوسني وضعیت د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم پام وړ کم کړی دی او د کرښې په تړل کېدو سره د پاکستان د صادراتو ونډه هم پام وړ کمه شوې ده.

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر جنید الطاف بزنیس رېکاډر ته وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ګډې سوداګرۍ او ترانزیت سوداګرۍ ځنډول د دواړو هیوادونو اقتصاد ته زیان رسوي او اړتیا ده چې بیاکتنه وشي او ټولې ستونزې د خبرو اترو په میز حل شي.

هغه وویل چې د لارو تړل کیدو راهیسې ګډې سوداګرۍ ته شاوخوا ۴۵ میلیون ډالره زیان اوښتی دی.

د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر له سوداګرۍ څخه د سیاست پر جلا کولو ټینګار کړی او وايي چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بیا پیلولو لپاره باید سملاسي خبرې اترې پیل شي.

مخکې له دې پاکستاني سوداګرو ویلي و، چې په تیرو دوو میاشتو کې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړلو دوی ته په ورځ کې له ۴ میلیون ډالرو څخه ډیر زیان رسولی دی.

دوی خبرداری ورکړی، چې پاکستان به په دې چلند سره په افغانستان او مرکزي اسیا کې بازارونه په چټکۍ سره له لاسه ورکړي.

نور خبرونه

رادیو