د ایران د خراسان رضوي ولایت چارواکي وايي، چې په وروستیو میاشتو کې نږدې یو میلیون او ۸۰۰ زره افغان کډوال د دوغارون-اسلامکلا له پولې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
نوموړی وايي، د طالبانو یو پلاوی به د پولې د ستونزو د ارزونې لپاره د سې شنبې په ورځ ایران ته ورسېږي.
د ایران د خراسان رضوي ولایت امنیتي مرستیال امیرالله شمقدري د دوشنبې په ورځ، د لیندۍ پر۱۶مه، د ایران-اسراییل ۱۲ ورځنۍ جګړې ته په اشارې وویل چې له دې جګړې وروسته د افغان کډوالو د اخراج بهیر چټک شوی او په ایران کې د بېسنده افغان کډوالو شمېر راکم شوی دی.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو مرکز د روان کال د لیندي پر نهمه د بېلابېلو شمېرو پر بنسټ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ټول نفوس ۴ میلیونه او ۴۰۰ زره تنه دی.
تر دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني په دغه هېواد کې د شپږ میلیونه افغان کډوالو د حضور یادونه کړې وه او ویلي یې و چې د روان کال تر پایه به نږدې دوه میلیونه نور افغان کډوال هم وشړل شي.
شمقدري د افغان کډوالو د پراخ اخراج د اغېزو په اړه وویل چې د اټکلونو له مخې د دوی وتلو د کار پر بازار، ښاري خدمتونو او امنیتي برخو شاوخوا ۱۰سلنه اغېز کړی دی.
دغه ایراني چارواکي د سرحدي دیوال د پروژې په تړاو وویل چې د پولې نږدې ۵۰ سلنه برخه د دیوال په وسیله تړل شوې او په ټول سرحد کې له سرحدي سړکونو، نوې ټکنالوژۍ، حرارتي کمرو، د شپې لید وسایلو او نورو تخنیکي وسایلو استفاده کېږي.
شمقدري وویل چې ټاکل شوې د طالبانو یو پلاوی به د پولې د ستونزو د ارزونې لپاره د سې شنبې په ورځ ایران ته ورسېږي. هغه زیاته کړه: «هیله لرو چې د خبرو اترو او د ستونزو د حل له لارې، د پروژې پاتې عملیات په لا چټک ډول ترسره شي».
د ده په وینا، د ایران او افغانستان د سرحدي دیوال د پروژې بشپړول لږ تر لږه درې کاله وخت غواړي او یوه برخه یې د طالبانو له ادارې سره په دوه اړخیزو همغږیو پورې تړلې ده.

