په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر د مصر له مستشار سره پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلی

۲ ساعتونه مخکې

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، سردار احمد شکیب د مصر مستشار محمد ممدوح سره په کتنه کې د طالبانو او مصر ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې او غوښتنه یې کړې، چې د مصر او افغانستان ترمنځ د سوداګری، تعلیم، سکالرشیپونو، د خلکو ترمنځ تګ راتګ برخو کې همکارۍ زیاتې شي.

یاد سفارت وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان او مصر دوه اړخیزو اړیکو په اړه د مفصل بحث ترڅنګ مصري ډېپلوماټانو ویلي، چې « د مصر او افغانستان اړیکې د دوو وروڼو هېوادونو په توګه باید نورې هم غښتلې شي».

نور خبرونه

رادیو