عاصم منیر: افغان طالبان باید د پاکستان او پاکستاني طالبانو له منځه یو غوره کړي

۱ ساعت مخکې

د پاکستان د پوځ او د دفاعي ځواکونو مشر سید عاصم منیر وايي، «طالبانو ته روښانه پیغام ورکړل شوی چې دوی باید له پاکستاني طالبانو او پاکستان نه یو انتخاب کړي». د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، منیر دا څرګندونې د پاکستان د درې واړو پوځي برخو د افسرانو په یوه غونډه کې وکړې.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، عاصم منیر په راولپنډۍ کې د پاکستان ددفاعي ځواکونو د مشرۍ ترلاسه کولو په تړاو غونډه کې وویل، چې ددفاعي ځواکونو د مرکز رامنځته کېدل مهم بدلون دی.

منیر، چې پر نوې دنده یې په پاکستان کې ګڼ اعتراضونه دي، په خپلو خبرو کې وویل، چې که نوی ډیلی پر پاکستان د برید هڅه وکړي، له« سخت او چټک» ځواب سره به مخ شي.

تېره جمعه د پاکستان لوی درستیز ددغه هېواد د دفاعي ځواکونو د مشر په توګه وټاکل شو.

د پاکستان د ځواکونو دغه نوی جوړښت د عملیاتو، اداري او ستراتیژیک واک یو واحد دفتر ته انتقالوي، چې د دغه هېواد د اساسي قانون د ۲۷ تعدیل پر بنسټ په۲۴۳مه ماده کې د بدلون له لارې رامنځته شوی.

د بدلې شوې ۲۴۳ مادې له مخې، ولسمشر د لومړي وزیر په مشوره د پوځ مشر ټاکي، چې هغه به په یو وخت کې د دفاعي ځواکونو مشر هم وي.

په ۲۰۲۴ کې د قانون بدلون د درې واړو ځواکونو د مشرانو دوره له درېو څخه پنځو کلونو ته لوړه کړه. همدارنګه اجازه ورکوي چې د هغوی دوره تر پنځو کلونو پورې وغځېږي یا هغوی بیا وټاکل شي.

د ۲۷ تعدیل له مخې، پوځ مشر ته اوس د ولسمشر او لومړي وزیر په مشوره د پنځو نورو کلونو لپاره د بیا ټاکنې یا د دورې د غځولو قانوني زمینه شته او دا تر ۲۰۳۵ کال پورې د جنرال منیر د منصب د خوندي کېدو لاره اوروي.

نور خبرونه

رادیو