د هند د بهرنیو چارو وزارت په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې پر افغان ملکي وګړو بریدونه غندلي او یوځل بیایې د افغانستان له حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د پیاوړتیا په تړاو د نوي ډیلي ملاتړ اعلان کړی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، چې نوی ډیلی په سپین بولدک کې د طالبانو او د پاکستان د ځواکونو ترمنځ له نښتې خبر دی او په دې نښته کې د ملکي افغانانو وژل کېدل غندي.
رندهیر جایسوال یوځل بیا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نه د نوي ډیلي د ملاتړ اعلان تکرار کړ.
نوموړي دغه راز وویل، چې «پاکستان او ډیموکراسي یوځای پرمخ نه شي تلای».

