عبدالحی قانت: ازبکستان له افغانستان سره اقتصادمحوره تګلاره پرمخ وړي

پرون

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس د دوحې فورم په ناسته کې ویلي، چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته یو شمېر هېوادونه د افغانستان په اړه لا هم پخوانی امنیتي او د کړکېچ لید او ځینې هېوادونه بیا اقتصاد محوره لید لري.

عبدالحي قانت د دوحې فورم په دوهمه ورځ سیمه ییز اتصال کې د افغانستان د رول په اړه پنل کې ګډون کړی او وايي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د سیمې هېوادونه دوه ډوله لید لري.

د نوموړي په وینا، د سیمې ځینې هېوادونه د افغانستان په اړه پخوانی امنیتي او د کړکېچ لید لري، خو د ځینو هېوادونو لید بیا اقتصاد محوره دی.

نوموړي زیاته کړې:« ځینې هېوادونه غواړي افغانستان د سیمه ییز اتصال برخه جوړ شي، ډیرې همکارۍ رامنځته کړي او غواړي افغانستان له سیمې سره وصل شي. دا دوهمه تګلاره د افغانستان په اړه ازبکستان تر لاس لاندې لري. له ۲۰۲۱ کال راهیسې په همدې فکر له افغانستان سره مخ ته ځي.»

نوموړي ویلي، چې له تېرو څلورو کلونو ارزونو وروسته په ډاګه شوې، چې د افغانستان په اړه د ازبکستان تګلاره د سوداګرۍ، ترانزیت او اتصال په برخه کې خورا بریالۍ وه.

پر همدغه مهال عبدالحي قانت د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو ته غبرګون ښودلی او وايي، چې د افغانستان او پاکستان له نښلولو پرته، د منځنۍ اسیا هیوادونه له سویلي اسیا سره نښلول ناممکن دي او دا ننګونې باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام ویلي، چې طالبان په خپل بهرني سیاست کې پر اقتصاد محوره پالیسۍ تمرکز کوي او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لري.

نور خبرونه

رادیو