د قطر د بهرنیو چارو وزیر: دوحې د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو کې بنسټیز رول درلود

۱۲ ساعتونه مخکې

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د دوحې نړیوال فورم پر دویمه ورځ وویل چې قطر د افغانستان د شل کلنې جګړې په پای ته رسولو کې بنسټیز رول لوبولی.

شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د دوحې فورم پر دویمه ورځ، نن یکشنبه، د لیندي پر۱۶مه، وویل چې د قطر د منځګړیتوب تجربه څرګندوي چې له ټولو ښکېلو لوریو سره سیاسي خبرې د هر ډول سوله‌ ییز پرمختګ اساسي شرط دی.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې هم همدا تګلارې تعقیب شوې او پایله یې بریالۍ وه.

قطر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو کوربه و، چې په ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې د «دوحې تړون» په لاسلیک ختم شول. د افغانستان د پخواني حکومت ګڼ چارواکي او منتقدین وايي چې دغه تړون د هغه وخت حکومت کمزوری کړ او طالبانو ته یې د بېرته راتګ لار هواره کړه.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د دوی د هېواد تګلاره پر ډیپلوماسۍ او همکارۍ ولاړه ده او په نورو بحرانونو کې هم له همدې لارې د سولې هڅې کېږي.

هغه وویل چې قطر هڅه کوي له ټولو لوریو سره د اړیکو کرښې فعالې وساتي، څو د ټولو لپاره د منلو وړ حل لارې وموندل شي.

شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني روښانه کړه چې هره جګړه خپل ځانګړی جوړښت او پیچلتیاوې لري، له همدې امله د امریکا او افغانستان ترمنځ منځګړیتوب له هغه وضعیت سره نه شي برابرېدای چې د اسراییل او حماس ترمنځ روان دی.

نوموړي وویل، چې اصلي ستونزه دا وه چې د منځګړیتوب یو مهم لوري، متحده ایالاتو، په پیل کې یوازې له اسراییلي اړخ سره تعامل درلود. د ده په وینا، کله چې واشنګټن له دواړو اړخونو سره خبرې پیل کړې، دغه بدلون د غزې د اوربند په لور مهم پرمختګ رامنځته کړ.

د دوحې فورم د قطر له مهمو کلنیو نړیوالو غونډو ګڼل کیږي، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دولتي چارواکي، څېړونکي، دیپلوماتان او د نړیوالو بنسټونو استازي پکې برخه اخلي.

نور خبرونه

رادیو