ملګري ملتونه وایي، د افغانستان خرابېدونکي اقتصادي وضعیت په میلیونونو خلکو اغېز کړی دی، چې سږکال ۲۵سلنه کورنۍ د مالي سرچینو د کمښت او د لوړ طبي لګښتونو له امله روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه شي موندلی.
د ملګرو ملتونو له لوري د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) خپره شوې ارزونه ښيي، چې د کورنیو د هر غړي منځنی میاشتنی عاید د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه راکم شوی دی. د عایداتو د کمښت له امله د کورنیو د پورونو کچه ۳۰سلنه لوړه شوې ده.
یاد سازمان په خپله اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې د خوړو، کورونو کرایو او اوبو بیو لوړوالي د خلکو د پېرلو وړتیا کمه کړې ده.
یاد سازمان په خپله اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې د خوړو، کورونو کرایو او اوبو بیو لوړوالي د خلکو د پېرلو وړتیا کمه کړې ده.
افغانستان له هغه وروسته چې امریکایي ځواکونه ترې ووتل، میلیاردونه ډالره بهرنۍ مرستې یې له لاسه ورکړې او د طالبانو د واکمنۍ له امله له بندیزونو سره مخ دی. همداراز، د طالبانو او پاکستان اړیکې خورا ترینګلې شوې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته یې سخت زیان اړولی دی.
افغانستان چې د خوراکي توکو او درملو د وارداتو لپاره په پاکستان تکیه لري، اړ دی چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بدیله او ارزانه لار ومومي.
طالبانو له افغان شرکتونو غوښتي، چې د پاکستان پر ځای نورې هوایي او ځمکنۍ لارې وڅېړي، خو اندېښنه دا ده چې دغه بدیلې لارې به د توکو بیې لا لوړې کړي او د ولس اقتصادي وضعیت به نور هم سخت کړي.
په کورنیو په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې د بېوزلۍ له اصلي عواملو څخه یو هم د ښځو له کار او زده کړو محرومیت دی. په تېرو دوو لسیزو کې ښځو د حکومت، نړۍوالو او کورنیو ادارو او تر یوې کچې د خصوصي سکتور له لارې د کار بازار ته لاره موندلې وه، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د ښځو د کارموندنې کچه په چټکۍ راټیټه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، تېر کال د ښځو اقتصادي ګډون یو څه ښه شوی، خو د طالبانو د تبعیضي پالیسیو له امله ښځې تر ډېره په غېررسمي او کورنیو کارونو بوختې دي. پر ښځو د کار بندیز د دوی لپاره روغتیايي او مرستندویه خدمتونو ته لاسرسی محدود کړی دی، چې دا لاسرسی لس سلنه راکم شوی او د نړۍوالو مرستو کمښت یې وضعیت لا پسې خراب کړی دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د افغان کورنیو ونډه په هغو اداري مرستو کې چې وړیا روغتیايي خدمتونه او د روغتیايي مرکزونو ملاتړ پکې شامل دي، ۳۴ سلنه وه، خو په ۲۰۲۵ کال کې دا شمېره ۲۴ سلنې ته راټیټه شوې ده.

