د ملي مرکې غونډه: افغان میرمنو ته دې د زده‌کړو، کار او ټولنیز مشارکت حق ورکړل شي

۳ ساعتونه مخکې

د جرمني په فرانکفورت ښار کې د ملي مرکې غونډه کې ګڼ افغان پوهانو، ټولنیزو شخصیتونو، مدني فعالانو اوښځو غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې دې افغان میرمنو ته د زده کړو، کار او فعاله ټولنیز ګډون حق ورکړل شي.

د ملي مرکې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ګډونوالو په دې غونډه کې د افغانانو ترمنځ د پراخ، ټول‌شموله او ملي ډیالوګ پر اړتیا ټینګار وکړ، او دا یې د افغانستان له اوسني کړکېچ څخه د وتلو یوازینۍ لاره وبلله.

نور خبرونه

رادیو