ایران وایي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا پر کمولو کار کوي

۷ ساعتونه مخکې

د ایران د بهرنيو چارو وزارت تهران د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړو د دوام په اړه سخت اندېښمن دی ځکه دا د ایران ملي امنیت هم زیانمنوي.

د یاد وزارت ویاند اسماعیل بقايي په تهران کې د خپل اونیز کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې ایران له افغانستان او پاکستان سره کلتوري، تاريخي او مذهبي نږدېوالی لري او دغه راز له دواړو هېوادونو سره ګډه پوله لري.

نوموړي وویل، « دواړه زموږ ګاونډي هېوادونه دي او په شاوخوا پولو کې هر ډول ناامني بې له شکه زموږ د ملي امنيت لپاره هم زیانناکه ده».

اسماعيل بقایي زياته کړه چې په همدې لامل تهران له لومړیو ورځو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ منځګړتوب ته تیاری ښودلی دی او په ډاګه کړې یې ده، چې د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو له لارې د اختلافاتو د حل لپاره هر ډول مرسته کولای شي.

نوموړی وویل، چې دا يو دوامدار بهير دی او ایران له دواړو لوریو سره په اړیکه کې دی.

هغه پاکستان ته د ایران د امنیت شورا د مشر لاريجاني سفر ته اشاره وکړه، چې دا موضوع هم پکې مطرح شوې ده.

بقايي زیاته کړه، « په هغو خبرو کې چې موږ له افغان چارواکو سره لرلې، که ټيلفوني وې او که مخامخ، دا مساله مو ياده کړې ده».

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې تهران له خپلو سيمه‌ييزو شریکانو سره هم په تعامل کې دی چې څنګه د سيمې له موجودو ظرفيتونو څخه په ګټې اخیستنې او د ډېرو هېوادونو د ګډې اندېښنې په پام کې نیولو سره ددغه تاوتریخوالي د کمولو لپاره مناسب حل ومومي.

نور خبرونه

رادیو