د څو هېوادونو استازو او طالبانو د نشه‌يي توکو او ترهګرۍ پر موضوعاتو خبرې وکړې

۹ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر استازو د دوحې خبرو په چوکاټ کې له طالب چارواکو او د غړو هېوادونو له استازو سره تخنیکي غونډه کړې. دا غونډه د باور جوړونې او د نشه‌يي توکو، پیسو مینځلو، ترهګرۍ او نورو نړۍوالو جرمونو پر ضد د مبارزې د راتلونکو ګامونو په همغږۍ متمرکزه وه.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۶مه) په خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې دا غونډه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې د خبرو لړۍ یوه برخه وه. دغه دفتر زیاتوي، دا غونډه چې په تخنیکي کچه ترسره شوې، د طالبانو، غړو هېوادونو، د اسلامي همکاریو سازمان او یوناما استازو پکې ګډون درلود.

دغه دفتر لیکلي، چې دا تعامل د سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا او د پولې هاخوا ګواښونو ته د همغږۍ د ځواب د ملاتړ لپاره ترسره شوی، ترڅو په هغو مسایلو خبرې وشي چې له امله یې افغانستان او د هغه ګاونډیان اغېزمن کېږي.

ملګرو ملتونو په دې یادښت کې د غونډې ځای نه دی مشخص کړی، خو په هغو انځورونو کې چې د غونډې په تړاو خپاره شوي، په بینرونو کې نېټې د ډسمبر لومړۍ او دویمه (د لیندۍ ۱۰مه او ۱۱مه) ښودل شوې دي.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دغې غونډې د ترسره کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر ټینګار وکړ، چې د تخنیکي بحثونو دوام د طالبانو له چارواکو سره د اړیکو ساتلو او د تنظیم شویو جرمونو شبکو پر وړاندې د سیمه‌ییزې همغږۍ د پراختیا لپاره اړین دی.

نور خبرونه

رادیو