په هرات کې د پلاستیک صنعت ټولنې مسوولان وايي چې دا مهال په دغه ولایت کې ۸ تولیدي شرکتونه فعال دي او هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ ټنه بوجۍ او پلاستیک تولیدېږي.
دوی زیاتوي، په هرات کې دغه فابریکې نه یوازې د سیمهییز بازار اړتیاوې پوره کوي بلکې خپل تولیدات نورو ولایتونو ته هم لېږي.
د طالبانو د هرات والي ویاند محمد یوسف سعدي په اېکس کې لیکلی، چې د هرات د پلاستیک تولیدوونکو د اتحادیې د معلوماتو له مخې، د ۸ فعالو شرکتونو ترڅنګ ټولټال ۶۵ میلیونه ډالره پانګونه شوې ده.
دوی زیاتوي، چې یو شمېر نور شرکتونه هم د جوړېدو په حال کې دي چې د دغو نویو فابریکو له فعالېدو سره به په دې برخه کې ټولیزه پانګونه نږدې ۱۰۰ میلیونو ډالرو ته ورسېږي.
د طالبانو دغه محلي چارواکی وایي، چې د هرات سیمهییزې ادارې د کورنیو صنعتونو ملاتړ ډېر کړی او پانګوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کول د دې ودې یو مهم عامل دی.

