د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، چې له طالبانو سره د اړیکو پراختیا لپاره فرصوتونه چمتو شوي او د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو ته یې لارښوونه کړې، چې ژر تر ژره دې د افغان کډوالو او پانګوالو لپاره د همکارۍ پیاوړتیا تګلاره جوړه کړي.
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف د افغانستان د چارو د همغږۍ په ناسته کې ویلي، چې له افغانستان سره یو لړ خنډونه لرې شوې او طالبانو له ایران سره د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې چمتوالی ښودلی دی.
نوموړي ویلي، چې د افغانستان اوسني حاکمان له ایران سره د اړیکو پراختیا ته ژمن دي او په تېر یوه کال کې له افغانستان سره د راکړې ورکړې د حجم زیاتوالی او د پیغامونو تبادله له یاد هېواد سره د اړیکو د ژورتیا ښه بیلګه ده.
محمد رضا عارف ویلي:«د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او ژوروالی کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د خنډونو په لرې کولو او د تفاهم په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.»
د ایران د ولسمشر مرستیال ویلي، چې د خصوصي سکتور پیاوړتیا دې د ګډې سوداګرۍ او همکاریو په پالیسۍ کې ځای شي او د ایران د صادراتو کیفیت دې په دوامداره توګه لوړ او ثابت وساتل شي.
عارف زیاته کړې:«له افغانستان سره د اړیکو پراختیا د ګاونډیتوب د پالیسۍ برخه ده او په دې برخه کې د ادارو او لوړ پوړو چارواکو ترمنځ همغږي بنسټیر ارزښت لري او د بهرنیو چارو وزارت باید وړاندې شي او د ګډو همکاریو کمیسیون هم باید فعاله او جدي ونډه واخلي.»
د ایران د ولسمشر مرستیال له افغانستان سره د کلتوري، علمي، ټکنالوژۍ او تعلیمي اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی او وايي، دغه ډول اړیکې باید نورې هم پیاوړې شي.
په ورته وخت کې نوموړي د ایران د کورنیو چارو وزارت ته لارښورونه کړې، چې د افغان کډوالو په ځانکړې ډډول پانګوالو لپاره دې هر اړخیزه پالیسې جوړه شي.
د ایران دغه لوړپوړي چارواکي له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا تګلارې پلان او د ګډو همکاریو کمیسیون جوړولو امر کړی او وايي، په دې اړه ټاکلي وړاندیزونه او هر اړخیز پلان دې د راتلونکې یوې میاشتې په موده کې چمتو شي.
ایران په دې وروستیو کې د افغانستان تر ټولو ستر وارداتي مارکیټ دی او له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د تهران او کابل اړیکې نورې هم پیاوړې شوې دي.

