د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې د سالنګ لویه لاره به سبا د بار وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شي.
د یاد وزارت ویاند په وینا، د ټولګټو وزارت د کلني پلان له مخې د سالنګ لویې لارې د جوړونې کار تکمیل شوی دی.
د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن یکشنبه، د لیندۍ ۱۶مه په یوه ویډیويي پېغام کې له خلکو غوښتنه کړې ده، چې د بار وړونکو موټرو په شمول ټول موټر کولی شي سر له سبا د سالنګ لوېې لار باندې سفر وکړي.
نوموړي له موټر چلوونکو غوښتي، چې د ورښتونو لپاره ټول وسایل له ځانونو سره ولري او ټرافیکي قوانین مراعات کړي.
له دې وړاندې د یادې ډلې د ټولګټو وزارت ویلي و، چې د سالنګ لویې لارې دننه تونل او د ۱۵مې او ۱۶مې ګالري په برخه کې د کانکریټي پوړ پر سر قیر اچوي او له همدې امله یې سالنګ لویه لاره تړلې وه.
له تېرو څلورو کلونو راهسې طالبان په دې نه دي توانیدلي چې د سالنګ لویه لاره په بشپړ ډول جوړه کړي او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.
د سالنګ لویه لار د هېواد له مهمو ټرانزیټي لارو یوه ده چې د هېواد پلازمېنه کابل له شمالي ولایتونه سره نښلوي او له منځنۍ اسیا سوداګریز توکي پرې رالېږدیږي.

