طالبان وايي په کابل کې یې د یوې کونډې او « ۷ کلن ماشوم» د جبري نکاح مخه نیولې ده

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ادعا کړې، چې محتسبانو یې په کابل کې د یوې کونډې ښځې او یو « ۷ کلن ماشوم» د جبري نکاح مخنیوی کړی.

د وزارت په وینا، د ښځې د خاوند له مړینې وروسته یې خسرګنۍ غوښتل دغه کونډه یوه ۷ کلن ماشوم ته په جبری ډول نکاح کړي.

له دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي و، چې په تېرو دوو میاشتو کې یې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د ۵۶ او په څلورو کلونو کې د اووه زره ښځو د جبري نکاح مخه نیولې ده.

نور خبرونه

رادیو