په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ساتونکو ترمنځ له نښتې سره هم مهاله د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په ټانک او لکی مروت سیمو کې د نهو وسله والو د وژلو اعلان کړی.
د پاکستان پوځ ویلي چې د وسله والو ځینې وسلې او مهمات هم لاسته ورغلي دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر نن شنبه، د لیندۍ ۱۵مه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې دا کسان تېره ورځ د افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه په دوو جلا عملیاتو کې وژل شوي.
د پاکستان د پوځ په رسمي مطبوعاتي اعلامیه کې وژل شوي وسله وال "د هند سره تړلي فتنه الخوارج" بلل شوي، دا هغه اصطلاح ده چې پوځ یې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته کاروي.
تر اوسه پورې تحریک طالبان پاکستان د پوځ مطبوعاتي اعلامیې ته ځواب نه دی ویلی.
د پاکستان د پوځ په وینا، اووه وسله وال په ټانک ولسوالۍ کې او دوه نور د خیبر پښتونخوا په لکی مروت سیمه کې د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې ووژل شول.
پاکستاني پوځ هغه کسان چې وژل شوي دي د ملکي وګړو په هدفي وژنو او د امنیتي ځواکونو په وړاندې "ترهګریزو فعالیتونو" کې په لاس لرلو تورن کړل.

