د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپريدي د صوبايي کابینې په غونډه کې د تورخم دروازې د بندېدو له امله د موټرچلونکو تر څنګ د افغان کډوالو د ستونزو په اړه اندېښنه ښودلي او سیمه ييزو چارواکو ته یې لارښوونه کړې، څو د ستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د جمعې په ورځ د صوبايي کابینې په غونډه کې ویلي، چې د تورخم لارې بندېدو له امله په خیبر کې د لاریو چلوونکي او افغان کډوال له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي د خیبر ولسوالۍ سیمه ييزو چارواکو ته لارښوونه وکړه، څو د لارې بندېدو له امله اغېزمنو افغان کډوالو او لارۍ چلوونکو ته اړیني اسانتیاوې چمتو کړي.
سهیل اپریدي ویلي:« د شاوخوا ۵۵ ورځو راهیسې لاره بنده ده، هلته چې زموږ لارۍ چلوونکي له ستونزو سره مخ دي، زموږ افغان وړونه، خوېندې او واړه ماشومان هم ډېر په ستونزه کې دي. نو زه د خیبر له مسول څخه غوښتنه کوم، چې هلته د ټولو لارۍ چلوونکو او افغان وړونو او خوېندو سره لازمي مرسې وکړي. د هغوی د خوراک او څښاک په اړه باید هېڅ ډول کمی احساس نه شي.»
نوموړي یادې څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د تورخم د لارې په ګډون د افغانستان پاکستان ترمنځ ټولي لارې د نږدې دوو میاشتو راهیسې تړل شوې دي او یوازې افغان کډوالو کورنیو ته افغانستان ته د تګ اجازه ورکول کېږي.

