د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د یکشنبې په ورځ په یوه ولسي غونډه کې د پاکستان د پوځ او مرکزي حکومت پر امنیتي تګلارو نیوکې وکړې او ویې ویل چې ۲۱ کاله د پښتو وینې توییږي، خو بیا هم ترهګري له منځه نه ځي او باید پالیسۍ بدلې شي.
اپریدي د تحریک انصاف د پلویانو په یوه ستره غونډه کې وویل: « تاسې یوه پرېکړه په بلې پسې کوئ او په عملیات پسې عملیات روان دي. که نن هم ترهګري موجوده وي، نو ستاسې پالیسي ناکامه ده. باید پالیسي بدله کړئ».
نوموړي زیاته کړه چې پښتنو د پاکستان لپاره زرګونه قربانۍ ورکړې دي او د اوسني وضعیت مسوول نه دي.
د ده په وینا، که د تېرو ۲۱ کلونو تګلارې د امنیت په برخه کې پایله نه وي ورکړې، نو بدلون یې په کار دی.
اپریدي د سیاسي وضعیت په اړه هم وویل چې په ایالت کې یې د حکومت موجودیت د خلکو اعتماد ښيي او «خلک عمران خان ته درېیم ځل رایه ورکوي».
نوموړي په خپله وینا کې څو پښتو شعرونه هم وویل،«چې پښتنو سترګو کې رعب راشي، غیر کې به هله سړیتوب راشي، تڼۍ تڼۍ به دې ګریوان ووینې- چې دا زلمي په لېونتوب راشي».

