په برېتانیا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه پیل شوه

۲ ورځې مخکې

د برېتانیا په لندن ښار کې د خېبر قامي جرګې په تسلسل او د پرېکړو په ملاتړ یې د یکشنبې په مازدیګر (د لیندۍ ۱۶مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه پیل شوه. د دغې جرګې سمبالوونکي وايي، په دغې غونډه کې پر پښتونخوا د پاکستان او په ځانګړې توګه د پاکستان د پوځ د «جنایتونو» په تړاو خبرې وشوې.

په دې غونډه کې ویناوالو د خېبر تاریخي جرګې له پرېکړو پر ملاتړ ټینګار وکړ او همداراز یې څرګنده کړه، چې د پاکستان د پوځ له لوري پر پښتنو د روان ظلم تصویر باید نړۍوالو ستېجونو ته وړاندې شي.

د دغې غونډې ویناوالو همداراز په پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ پر عملیاتو له نیوکو سربېره په یاده سیمه کې د هر ډول عملیاتو د درېدو غوښتنه وکړه او همداراز یې د پاکستاني پوځ له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو پر نیونو نیوکه او د بندي غړو د ازادېدو غوښتنه وکړه.

دوی همداراز د پاکستان له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو د بندیز لګېدل هم په کلکه وغندل.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار پر بندیز له نیوکو سربېره له طالب چارواکو وغوښتل شول، چې نجونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو د دوام او همداراز د کار اجازه ورکړي.

نور خبرونه

رادیو