د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان اووه غړي وژل شوي دي. د پوځ په وینا، دغه وسلهوال د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې په بریدونو او د ملکي خلکو په وژلو کې لاس درلود.
د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه عملیات دوه ورځې وړاندې ترسره شوې دي.
په وروستیو اوونیو کې په خېبرپښتونخوا کې د پوځ عملیات او د وسلهوالو بریدونه زیات شوي دي.
په تازه پېښه کې لږ تر لږه څلور تنه چې په کې دوه پولیس او یو سیمهییز چارواکی شامل دي، د سې شنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په بنو کې د وسلهوالو د برید په پایله کې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د سې شنبې په ورځ په وروستۍ پېښه کې د خېبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د وسلهوالو په برید کې لږ تر لږه څلور کسان ووژل شول، چې دوه پولیس او یو سیمهییز چارواکی هم پکې شامل وو.
وسلهوالو له برید وروسته د پولیسو موټر ته اور اچولی او د هغوی وسلې یې له ځان سره وړي.
د خېبرپښتونخوا د پولیسو د یو امنیتي راپور پر بنسټ، یوازې د ۲۰۲۵ کال د لومړیو اتو میاشتو په ترڅ کې په دې سېمه کې له ۶۰۰ څخه ډېرې ترهګریزې پېښې شوې، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۷۹ د پولیسو مامورین او ۱۳۸ ملکي کسان وژل شوي دي.
خېبرپښتونخوا او بلوچستان د پاکستان دوه سرحدي او ناارامه سیمې دي، چې وسلهوال کله ناکله امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

