اسد قیصر: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له امله د خیبر پښتونخوا اقتصاد زیانمن شوی

۴ ورځې مخکې

د پاکستان د پارلمان پخوانی رییس او د تحریک انصاف ګوند جګپوړی غړی اسد قیصر وايي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له امله د خیبر پښتونخوا اقتصاد زیانمن شوی. هغه ویلي، د دغه کړکېچ له امله په پښتونخوا کې د پانګونې کچه خورا ټېټه شوې او د صنعت برخه یې هم زیانمنه کړې ده.

نوموړي دغه څرګندونې پرون چهارشنبه (د لېندۍ ۱۲مه) په یوې خبري ناسته کې کړې دي.

په یاده ناسته کې د مرکزي بانک مشر ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې پاکستان د خپلو پالیسیو پر بدلون له سره غور وکړي. هغه ویلي، که د پاکستان لومړی وزیر د اپوزیسیون خبرې نه اوري؛ نو باید د خپلو خلکو غږ واوري.

دا په داسې حال کې ده، چې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر سختو نښتو وروسته د تورخم په ګډون له پاکستان سره د افغانستان ټولې لارې له نږدې دوو میاشتو راهیسې تړلې دي. په خیبرپښتونخوا کې ځایي خلکو او سوداګرو په وار، وار لاریونونه وکړل او د پاکستان له حکومته یې د لارو د بېرته پرانیستلو غوښتنه وکړه؛ خو دغه لارې لاهم تړلې پاتې دي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې بیا ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوامداره توګه د لارو بندېدو له امله د سوداګرۍ حجم له ۵ میلیارد ډالرو څخه ۱ میلیارد ډالرو ته راټېټ شوی.

تازه د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د بشردوستانه موخو لپاره د تورخم او چمن سوداګریزې لارې پرانېزي. یادې لارې به یوازې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانېستل شي.

نور خبرونه

رادیو