تر مستقیمو خبرو وروسته؛ اسراییل یو وار بیا پر لبنان برید وکړ

۳ ورځې مخکې

د اسراییل او لبنان ډیپلوماټانو تر لېدنې څو ساعته وروسته اسراییل د پنجشنبې په ورځ یو وار بیا پر سویلي لبنان برید وکړ. د اسراییل پوځ ویلي، چې په دغه برید کې یې د حزب‌الله د وسلو زېرمې په نښه کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل او لبنان ډیپلوماټانو تر ۱۹۹۳کال وروسته د لومړي ځل لپاره د امریکا په منځګړیتوب په مستقیمه توګه په یوې ناسته کې سره ولیدل؛ د یادې ناستې موخه د سرحدي تاوتریخوالي کمول او د سویلي لبنان د ثبات لپاره د اقتصادي همکارۍ ارزونه وه.

دغه ناسته د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۲مه) د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله په ناقوره سیمه کې جوړه شوې وه.

نور خبرونه

رادیو