طالبانو په بلخ کې پر لسګونو زلزله‌ځپلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ویلي، چې په بلخ ولایت کې یې له ۱۵۰ زلزله‌ځپلو کورنیو سره د ۱۱.۵۲۰ ټنو خوراکي توکو مرسته کړې ده. یادې ټولنې زیاته کړې، چې دغه مرسته د بلخ د مارمل ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو له اړمنو کورنیو سره شوې ده.

دغې ټولنې د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه مرستې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې له خوا برابرې شوې وې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۷۸.۶ کیلوګرامه خوراکي توکي وېشل شوي، چې پکې اوړه، غوړي، وریجې، بوره، لوبیا، مکروني، شین چای، رب او بسکېټ شامل وو.

نور خبرونه

رادیو