په کندوز کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار ویلي، چې د کندوزـ بغلان پر لویه لار د علي اباد ولسوالۍ عمومي دروازې ته څېرمه د ۴۰۴ مساپر وړونکي موټر د چپه کېدو په پېښه کې دوه تنه مړه شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.


په کندوز کې د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ۲۰ نور ټپیان شول
۱۰ ساعتونه مخکې