د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي، په لوګر کې یې دوه هغه کوډګر چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او د پیسو په بدل کې یې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې نیولي دي.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له یادو کسانو یې یو شمېر سحري کتابونه او «غېر شرعي» تعویذونه هم ترلاسه کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: «مسوولینو دوه تنه هغه خطر ناک کوډګر د جادو له وسایلو سره یو ځای نیولي چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له مېرمنو څخه پیسې اخیستلې.» او همداراز ویل شوي، چې یاد کسان به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.
د دغه وزارت محتسبینو همداراز ډاډ ورکړی، چې هېچا ته به اجازه ورنهکړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غېر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته شومو پدیدو په لهمنځه وړلو کې له دوی سره همکاري وکړي.

