د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې ۵ کسان د ځنګلونو د پرې کولو په تړاو نیول شوي دي. د مسوولینو په وینا، دغو کسانو په کړوکو سیمه کې ونې پرې کولې چې لاس په لاس نیول شوي دي.
د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ځنګلونه عامه شتمني او پرې کول یې ناقانونه چاره ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په وینا یې تر پوښتنو او ګروېږنو وروسته به عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.

