د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې داوطلبۍ له لارې د امو نفتي حوزې د قشقري ساحې د ۱۸ زره ټُنه اومه تېل له پلورلو خبر ورکړ. دغه وزارت وايي، یاد اندازه نفت په شاوخوا ۱۰ اعشاریه ۵ میلیونه ډالرو پلورل شوي دي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د داوطلبانو له منځه د کامران مشال شرکت د (۱۷،۱+) نړۍوال نرخ سره یاده دواطلبي وګټله.
د راپورونو لهمخې، دمګړی په امو نفتي حوزه کې په ورځني ډول شاوخوا ۱۰۰۰ ټُنه خام نفت استخراجېږي او د طالبانو لهخوا لا هم هڅې روانې دي، چې د نفت نورې څاهګانې هم کشف شي.

