د طالبانو د بدخشان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، چې یو واورین پړانګ چې تېره شپه د واخان ولسوالۍ په کاشني خان کلي کې په څارویو باندې د دریم پرله پسې برید وروسته ژوندی نیول شوی و، د بدخشان د کرنې ریاست او د واخان ملي پارک د کارمندانو او ځایی خلکو په همکارۍ بیرته خوشې شو.
د طالبانو د بدخشان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د واخان ملي پارک د چارواکو په وینا، پړانګ له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې درې ځله د کلیوالو په څارویو برید کړی ، چې ټولټال ۴۱ پسونه او وزې یې داړلې وې.
په ورته وخت د بدخشان د کرنې ریاست طالب رییس امان الله حسن د واورینو پړانګانو د بریدونو د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه ده.
په ورته وخت کې د طالبانو ځايي چارواکو له ټولو امنیتي پوستو څخه غوښتنه کړې، چې په دغه ولایت کې د ناقانونه ښکار په مخنوي کې مرسته وکړي.
له دې وړاندې د طالبانو د بدخشان د کرنې او مالدارۍ ریاست ویلی، چې یو واروین پړانګ څو ورځې وړاندې (د لیندۍ پر ۱۰مه) هم د کشني په کلي کې د خلکو څاروي داړلي و.
د دغه ریاست په خبره دا دویم ځل دی چې پړانګ د سیمې د خلکو رمې داړي.
د سیمې خلکو دغه پېښه خطرناکه بللې او ویلي یې دي، که د دغه ډول بریدونو مخه ونه نیول شي، د غرنیو سیمو اوسېدونکي به له جدي ګواښ سره مخ شي.
واخان د بدخشان یوه غرنۍ ولسوالۍ ده، چې د افغانستان د لویې یخچالي سیمې په توګه پېژندل کېږي. د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي د څارویو په ساتنه بوخت دي. د ژمي موسم په رارسېدو سره، د خوراک په لټه کې صحرایي پړانګان او نور وحشي ژوي دغې سیمې ته راځي.

