د ګالپ نظرپوښتنه؛ د لبنان ۷۹ سلنه وګړي د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو غوښتونکي دي

۳ ورځې مخکې

د ګالپ موسسې یوه نوې نظرپوښتنه ښيي، د لبنان ۷۹ سلنه خلک غواړي چې حزب‌الله ډله بې‌وسلې شي او ۸۶ سلنه خلک یې بیا د فلسطینیانو په ملاتړ له اسراییل سره د مستقیمې جګړې مخالفت کوي.

د نظرپوښتنې له مخې؛ ۸۱ سلنه لبنانیان د وسلو یا نورو تجهیزاتو د لېږد له لارې د فلسطینیانو لپاره د نامستقیمه ملاتړ مخالفت کوي. نظرپوښتنه ښیي، چې شاوخوا دوه پر درېیمه برخه لبنانیان فلسطینیانو ته د اقتصادي مرستو مخالفت کوي؛ په‌داسې حال کې چې ۳۱ سلنه د داسې اقدام ملاتړ کوي.

نور خبرونه

رادیو