تازه خبر

سي‌اېن‌اېن: د ملي ګارد ټپې شوې غړې «ساره بېکستروم» مړه شوه

AP ۱۴۰۴ لیندۍ ۷

سي‌اېن‌اېن د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله ليکلي،ساره بېکستروم، د ملي ګارد غړې چې د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن ډي‌سي کې په ډزو کې ټپې شوې وه، مړه شوې ده.

ټرمپ د شکرانې ورځې په مناسبت له پوځیانو سره د ټليفوني خبروپر مهال ويلي: «ساره بېکستروم، چې د لوېديځې وېرجينيا اوسېدونکې وه، يوه درنه، ځوانه او غوره ساتونکې وه. هغې خپله دنده د ۲۰۲۳کال د جون په مياشت کې پيل کړې وه او له هرې برخې غوره وه. هغه اوس مړه شوه.»

بېکستروم،۲۰کلنه وه او د چهارشنبې په ورځ د امریکا د ملي ګارد له یوه بل غړي سره سپينې ماڼۍ ته نږدې د یو افغان بربدګر له‌خوا په ډزو کې ټپې شوې وه.

نور خبرونه

رادیو