په افغانستان کې وچکالي؛ د طالبانو مشر له خلکو غوښتي، چې د باران لپاره دعا وکړي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو مشر خلکو ته امر کړی، چې د (لېندۍ ۱۴مه) د جمعې د لمانځه پر مهال د باران لپاره دعا وکړي. افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې راځي، چې د اقلیم بدلون له منفي پایلو سره مخ دي. طالبان وايي، چې خلک باید د دغه ناورین د حل لپاره دعا وکړي.

د اوبو کمښت په افغانستان کې یو له لویو ننګونو څخه ده. څه موده وړاندې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي و، چې په افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې او هېواد د اوبو له کمښت سره مخ دی.

طالبانو تر دې وړاندې هم له خلکو غوښتي وو، چې د وچکالۍ د پای ته رسولو لپاره د باران دعا وکړي.

نور خبرونه

رادیو