د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۱۴مه) خبر ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۲۷ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.
په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې ۳۶۳ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۱۹۶ کورنۍ د تورخم، ۱۵ د بهرامچې، ۳۷ د اسلامکلا او ۱۶ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې ستنې شوې دي.
د یاد کمېسیون په راپور کې راغلي، چې ستنو شویو کډوالو ته اړین خدمات برابر شوي دي. د تازه راپورونو له مخې؛ په پاکستان او ایران کې افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ دي. دواړه هېوادونه د افغانانو د کډوالۍ د محدودولو لپاره اقدامات پراخ کړي او د افغانانو د نیولو او جبري ستنولو لړۍ یې چټکه کړې ده.
په دغه دواړو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلنده هم شکایت کوي او وایي، چې غیرانساني چلند ورسره کېږي.

